اسلام آباد ۔ 18 مئی (ا?? پی پی) قامي ??سم??لۍ د روان مالي كال 333 ارب روپو څخه د زياتو په مجموعي توګه د 127 ضمني مطالبات زر منظوري وركړې۔ د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وزير مفتاح ??سم??عيل ضمني مطالبات زر ايوان ته منظورۍ لپاره وړاندې كړل نو د مخالفې ډلې لخوا د پيپلز ګوند د قامي ??سم??لۍ غړې شازيه مري ?? ضمني ګرانټ او ګرانټ مخالفت كولو سره ووئيل بجټ وړاندې كولو له بايد تياري شوې وه۔ داسې څيزونه هم ضمني بجټ كښې شامل كړې شوي دي كوم چې د بجټ لازمي برخه وي۔ دې ووئيل ?? ضمني بجټ په نامه د اربونو روپو بجټ منظورولې شي۔ دې ووئيل ضمني بجټ مونږ مسترد كوؤ۔ د اېم كیو اېم شېخ صلاح الدی?? او د جماعت اسلامي پارلماني لارښود صاحبزادہ طارق اللہ هم ?? ضمني بجټ مخالفت وكړو۔ د تحریک انصاف د قامي ??سم??لۍ غړي اسد عم?? ووئيل د قرضو ري پېمنټ ذكر هم په ضمني بجټ كښې شوې ددې مطلب دا دے چې د كلن بجټ لپاره كومه تياري شوې نه ده۔ د زر مبادلې پنګې كمېږي او بانكونو څخه د قرضو اخستلو په حد كښې زياتوالې كېږي۔ د خزانې وزير مفتاح ??سم??عيل بحث راغونډولو سره ووئيل د تېر كال په اولنۍ مياشت كښې اېف بي آر ته د وصولو په هدفونو كښې كمې شوې وو چې په سبب ئې د ډېټ سروسنګ په مد كښې څه رقم ضمني بجټ كښې شامل كړې شو۔ وفاقي وزير مفتاح ??سم??عيل 127 مطالبات زر پرله پسې ايوان ته منظورۍ له وړاندې كړل د كومو چې ايوان منظوري وركړه