اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې د نج??ارې په اړه د كابينې قائمه كمېټې غونډه د جمعې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې وشوه۔ په غون??ه كښې د كے اي اېس اي پاور لمېټېډ لخوا په كے الېكټرك كښې د دې حصص شنګهائي الېكټرك پاور ته د خرڅولو په معامله غور وكړے شو او د وفاقي كابينې توثيق سره مشروط د نېشنل سېكورټي سرټيفكېټ د اجرا پرېكړه وكړې شوه۔ د كابينه كمېټې د پاكستان سټېل ملز لمېټډ د نج??ارې او د پي آئي اے ??ي اېل د تشكيل نو په اړه د بېلا بېلو چارو هم ج??ج واخستل شو۔ كمېټې سپانسرنګ ډويژنو ته ووئيل چې هغه دې په دې لړ كښې د وړاندې شويو پرېكړو په رڼا كښې په جامع او مربوط انداز كښې تجويزونه بېرته وړاندې كړي۔