اسلام آباد 16 فروری (اے پی پی)د وزيراعظم د محصولاتو خاص مرستيال وفاقي وزير هارون اختر خان هېواد كښې د ټېكس وركونكو شمېره زياتولو او د ټېكس بنياد پراخ?? كو??و په اړه د هېواد ټېكس بار اې??وسي اې??نز هڅې وستائېلې او ټېكس نظام كښې ښه والي راوستو لپاره د ټېكس بار اې??وسي اې??نز په سفارشاتو او وړاندېزونو د غور كولو باور وركړې۔د جمعې په ورځ اېف بي آر هاؤس اسلام آباد كښې پاكستان ټېكس بار اې??وسي اې??ن سره ملاقات كو??و په مهال هارون اختر خان ووئيل د ټېكس بار انجمن د تهنك ټينك كردار ترسره كوي او د دوي سفارشات او وړاندېزونه په ټېكس نظام كښې ښه والي له مرستياله ثابتېږي۔ده ووئيل د ټېكس بنياد پراخ?? كولو او ټېكس وركونكو آسانيو او لارښودنې لپاره د اېف بي آر لخوا د شوو اولسي رابطو وركشاپونو او سېمينارونو كښې نه يوازې ټېكېس بار انجمنونه شريك كولې شي بلكې سباؤن لپاره د دوي رائے او وړاندېزونو ته هم اهميت وركولې شي۔په دې موقع د پاكستان ټېكس بار اې??وسي اې??ن عهديدارانو هارون اختر ته د وفاقي وزير منصب په سنبهالولو او بزنس كميونټۍ مسئلو حل لپاره د هغه د هڅو ستائنه وكړه او هغه له يې راروانه مياش?? لاهور كښې د پي ټي بي اے تر سيوري لاندې پھ ډائرېكټ او ان ډائرېكټ ټېكسونو په سرخط كېدونكي وركشاپ كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون كولو بلنه وركړه