اسلام ??باد 09 فروري (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وزير احسن اقبال د پاكستان او امريكې ترمينځه منصوبه بندۍ سره د خبرو اترو په حاجت زور راوړلو سره وئېلي دي چې بايد د پاكستان او امريكې اړيكې په شريك با??ر او احترام ??ډانه وي٬د فشار چالونه كارولو سره څه هم نه شي ترلاسه كېدې بايد دواړه هېوادونه د سلامتيا په اړه د يو بل جائز تحفظات معلوم كړي٬ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو او افغانستان كښې د استحكام ??ريك اهداف ترلاسه كولو له يو بل سره مرسته پكار ده۔ ده د امريكې خپلې دورې په مهال په سپينه ماڼۍ كښې د دستورې پھ موقع د پاكستان مېډيا سره خبرې اترې كولې۔ په دستوره كښې د نورو نه ځانله د امريكا اولس مشر ډونلډ ټرمپ هم ګډون كولو۔ د كورنيو چارو وزير پھ دې موقع د امريكائي كانګرېس غړو٬خبريالانو او امريكا كښې مېشته د پاكستاني كميونټۍ لارښودو سره ملاقاتونه وكړل او هغوي يې د پاك امريكا اړيكو او د پاكستان د معيشت اوسني صورتحال څخه خبر كړل۔ ده ووئيل د پاكستان او امريكې مرسته يو اوږد تاريخ لري او دې سره دواړو هېوادونو ته ګټھ شو??۔ پاكستان د امريكې سره په شريك احترام ??و با??ر اډاڼه اړيكو خوښي لري۔ په دې معامله ښكاره خبرو اترو ته اړتيا د??۔ دواړه هېوادونه يو بل لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل د فشار چالونه كارولو سره څه هم ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئيل امريكا په نړيواله كچه په افغانستان كښې تر ټولو سټېك هولډر وو دغسې پاكستان كښې امن او سلامتيا افغانستان كښې استحكام ??ره تړلې ده۔ پاكستان كښې امن له په افغانستان كښې امن ته اړتيا د??۔ ده ووئيل پاكستان ته د امريكائي مرستې حاجت نشته خو د پاكستان پرمختيائي ايجنډا او د بشري وسائلو پرمختګ كښې امريكا مهم مقام لري۔ ده په ډاګه كړه چې په 2013 كښې مسلم ليګ(ن)اقتدار سنبهالولو نه پس په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پیښې كمې شوي دي٬مونږ په خپل محدود وسائلو په ت??هه ګرۍ قابو موندلې٬ده په دې موقع د پاكستان سيمه ايزې سلامتيا احترام په حاجت هم زور راوړو۔ده ووئيل بايد كومې هم اطلاع ترلاسه كېدو په صورت كښې امريكا پاكستان خبر كړي٬د پاكستان حكومت به په هغې كاوائي كوي۔دواړو هېوادونو له په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ته اړتيا د??۔ده ووئيل پاكستان د خپلې دفاع بشپړه صلاحيت لري او څوك هم دې ته زيان نه شي رسولې٬سوئېلي آسيا كښې امن د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټھ دې۔