اسلام آباد ۔ 2 فروری (اے پی پی) پاکستان د خپلې خاورې د كوم ګاونډي هېواد په ضد د كارولو او طالبان يا حقاني نېټ ورك سره د مرستې په اړه تورونه رد كولو سره وئيلي دي امريكائي انتظاميه كښې ځينې عناصر پاكستان د قربانۍ ګډورې جوړول غواړي۔ امريكا سره د شريك احترام ٬عزت او يو والي په بنياد اړيكې غواړو۔ د پاك افغان شريك وركنګ ګروپ اولنۍ غونډه (نن) د خالي په ورځ كابل كښې كېږي۔ د خارجه چارو سېكتره تهمينه جنجوعه به د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د خارجه ??فت?? ??يا??تد ډاكټر محمد فېصل د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو په مهال دا خبره په ډاګه كړې چې پاكستان به خپله خاوره د كوم ګاونډي هېواد په ضد كارول كېدو ته ورنكړي۔ او پاكستان د خپلو ګاونډي هېوادونو څخه هم دا هيله لري۔ حقانی نېټ ورك يا افغان طالبان سره د مرستې په اړه تورونه بې بنسټه دي۔ ??يا??د ووئيل پاكستان د 5 مشتركه ورکنګ ګروپس وړاندېز وركړې كوم به چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ترهګرۍ مخنيوي ، د معلوماتو يو بل سره ګډولو ٬ د كډوالو ستنېدو او د ملټری،اقتصادی او تجارتي رابطو باوري كولو هڅو پلو خاص پام وګرځوي، ??يا??د ووئيل د پاكستان ټول عمري دا دريځ پاتې شوې چې د افغان ستونزې كوم پوځ حل ممكن نه دے۔ يوازې د افغان حکومت او اولس په مشرۍ كښې د امن او مصالحتي عمل د لارې افغانستان كښې امن په ځائې كېدې شي۔ ??يا??د ووئيل افغانستان ټولې مسئلې د دوه اړخيزه باور د لارې حل كولو ته سلا شوې۔ د افغان داخله وزير او د اېن ډي اېس چيف د پاكستان دوره او (نن) د خالي په ورځ د خارجه سېكترې په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي د كابل دوره ددې خبرې ښكاره ثبوت دے۔ ??يا??د ووئيل پاكستان 70 هېوادونو سره معلومات ګډوي۔ ??ه دې تناظر كښې تېر كال نومبر كښې د حقاني نېټ ورك او ټي ټي پي شكمن كسان افغانستان ته سپارلې شوي دي۔ ??اکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔ ??اكستان د ترهګرۍ مخنيوي عملياتو د لارې د هېواد دننه 46,378 کلومیټر سيمه پاكه كړې او 17,614 ترهګر ئې ختم كړي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??يا??د ووئيل د بېلو افغان ډلو سره تصفيه د افغانستان كورنۍ مسئله ده بياهم پاكستان به ددې ډول هڅو كښې افغانستان سره مرسته روانه ساتي۔ د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??يا??د ووئيل پاکستان مقبوضه کشمیر كښې په تش لاسې وګړو د هندي زور ٬ ظلم او زياتي غندنه كوي۔ ??اکستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړلو سره وئيلي چې مقبوضه كشمير كښې په لويه كچه د بشري حقونو د خلاف ورزۍ نوټس واخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??يا??د ووئيل د افغانستان زمكې څخه په پاكستاني سيمو 470 بريدونه ش??ي دي د كومو په نتيجه كښې چې د عام وګړو سره سره د پاك پوځ ځوانان هم شهيد شوي۔ ??ه دې لړ كښې پاكستان په افغان پوله 975 پوستې جوړ كړې دي ولې د افغانستان په پوله نزدې 200 پوستې دي۔ د مشعال رېډيو په اړه ??يا??د ووئيل رېډيو سټېشن د كومې اجازې نه غېر چلېدو او ددې په ضد كاروائي داخله وزارت كړې۔