اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)خارجه وزير خواجه آصف وئېلي دي پاكستان د سوئېلي آسيا ستراتېژي كښې د هندي كردار او بلوچستان كښې عدم استحكام لپاره په هڅو كولو سخت تحفظات لري۔د سوئېلي آسيا ستراتېژي اعلان څخه وروستو د پاكستان او امريكا ترمينځه اړيكو نوې رنګ خپل كړې۔تېره ورځ واشنګتن كښې پاكستاني سفارت ك??ې امريكائي او غېر م??كي مېډيا سر?? په خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل كه امريكا د افغانستان سباؤن په اړه اندېښنه لري نو د پاكستان منطقه كښې جائز امنيتي اندېښنې تسليمول غواړي۔ده ووئيل مونږ په حقيقي معنو كښې سوئېلي آسيائي ستراتېژۍ كښې د هند كردار او بلوچستان كښې عدم استحكام لپاره د هندي هڅو په اړه سخت تحفظات لرو۔ده ووئيل د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوئېلي آسيا ستراتېژي اعلان څخه وروستو ټېلر سن سر?? ملاقات يوه مهمه رابطه وه۔ده ووئيل پاكستان د امريكا سر?? د 7 لسيزو څخه پخوانې خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ده ووئيل مونږ په شريك عزت او احترام اډانه اړيكې غواړو۔ده ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې د دواړو هېوادونو په سياسي او سفارتي كچه د پرله پسې او منظمو رابطو د لارې د سوئېلي آسيا امن استحكام او د څوكالۍ شريكو مقاصدو له په ګډه كار روان ساتلې شوو۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د ښكاره كاميابيو په نتيجه كښې هېواد كښې د ترهه ګرۍ پیښې كمې شوې دي۔ده ووئيل تر كومې چې افغانستان ك??ې امن او استحكام په ځاې نه شي د سيمې امن او استحكام ممكن نه دے٬د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره به امريكا او پاكستان له نزدې كار كول وي۔ده ووئيل مونږ د خپلې برخې كار كولو سر?? د ترهه ګرو او رياست مخالفو عناصرو پټ ځايونه ختم كړل۔خارجه وزير ووئيل اوس اوس د پاك پوځ سر??ښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او خارجه سېكتر د كابل دورې كړی او دوي د افغان اولس مشر اشرف غني او نورو اعلٰی چارواكو سر?? ملاقاتونه كړې كوم چې كامياب ا?? ګټور وو۔ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې د ترهه ګرو په پټو ځايونو سخته اندېښنه لري۔په دې تېرو مياشتو كښې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونه د دغه سيمو څخه وكړی شول۔ده ووئيل پاكستان به منطقه ك??ې امن له خپل مثبت كردار ترسره كوي۔