نيويارك 27 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پ??كس??ان د افغانستان مسئلې امن ناكه حل له آسانيو وركولو او امريكې سره په ګډه د افغان پولې ښه منيجمنټ له چمتو دے دغسې چې د ترهه ګرو مداخلت بند كړې شي۔ده تېره ورځ د آسيا سوسائټۍ ته خطاب كولو۔خارجه وزير دا مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍغونډې كښ?? ګډون له پھ نيويارك كښې دے ۔د افغانستان ټولو مسئلو لپاره پ??كس??ان د قربانۍ ګډورې ګرځول سم نه دي۔ده ووئيل پھ تېر وخت كښې پ??كس??ان د افغان مسئلې سياسي حل له هر ډول آسانۍ وركړي دغسې پ??كس??ان باور وركړې چې مونږ به خپله خاوره كوم بل هېواد په ضد ونه كاروو۔افتتاحي خبرو كښې خواجه آصف پ??كس??ان سره د هند د اړيكو٬د كشمير مسئلې او د ترهه ګرۍ مخ نيوي له پورته كړې شوي اقدامات او په هېواد كښې د اقتصادي پرمختګ ذكر وكړو٬ده د آسيا سوسائټۍ ايګزېكټيو دوهم صدر ټام نګورسكي هركلے وكړو۔خواجه آصف ووئيل پ??كس??ان پھ افغانستان كښې د امن او استحكام د بحالۍ خوښي لري۔په دې وجه د افغانستان سره پھ پوله د عدم استحكام او تنازعاتو سره مخ يو٬مونږ دا خواهش لرو چې په افغانستان كښې جنګ خپل اختتام ته ورسي٬دې مقصد له مونږ مرستې له چمتو يو٬ ده ووئېل مونږ په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې د امن او امنيت لپاره ذمه واري نه شو اخستې٬ مونږ ته د هغه څه كولو وئېلې كېږي كوم چې د نړۍ قوي او مالداره هېوادونه نشي كولې۔ده ووئيل د افغان مسئلې عسكري حل ناكامه شوې٬د افغان پولې ښه منيجمنټ د دې اصل حل دے ٬ ده ووئېل په دې لړ كښې د امريكې سره په ګډه د كار كولو خوښي لرو٬پ??كس??ان او هند خبرو اترو ته راوستلو له اقداماتو ته اړتيا ده۔ده ووئيل افغانستان د اړخه په پوله كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د داعش پشان نوې رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي له مرستې او شراكتدارۍ سره سره به د انتهاخوښي قواؤ په ضد يو موټې كېدل وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پ??كس??ان او هند خبرو اترو ته راوستلو له اقداماتو ته اړتيا ده۔ده ووئيل تر څو چې د هند سره اړيكې ښې شوې نه وي په ګاونډ كښې امن ناممكن دے۔ده ووئيل پ??كس??ان د هند سره اړيكو ښه كولو او په ټولو شخړو خبرو اترو له څو وارې رابطې كړي خو د هند د اړخه مثبت ځواب نه دې ترلاسه شوې۔په وركننګ باؤنډري او په كشمير كښې پھ لائن آف كنټرول د سيز فائر خلاف ورزي٬په كشمير كښې په بے ګناه وګړو ظلم او اقليتونو او په خاص توګه مسلمانان په هند كښې د زورولو مخ نيوي او د سياسي خبرو اترو پشان د نورو اقداماتو تر ختمېدو سوئېلي آسيا كښې امن٬مفاهمت او خبرې اترې ممكنه نه دي۔ده ووئيل هند د كشمير مسئله نظرانداز كولې نشي۔ده ووئيل پ??كس??ان د ټولو شخړو امن ناكه حل له هند سره خبرو اترو له چمتو دے۔خواجه اصف ووئېل پ??كس??ان په لويه توګه سيمه ايز اتحاد او رابطو له كار كوي۔د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه د دې پالېسۍ بنيادي عنصر دے۔ده ووئيل د دې نه علاوه په ځينو نورو پروژو كښې تاپي٬كاسا 1000 او د پ??كس??ان او افغانستان او تاجكستان ترمينځه تجارتي شراكتداري ښه كول شامل دي۔ده ووئيل په دې عمل كښې امريكا زمونږ مهم شراكتدار دے۔ده ووئيل يو مستحكم او محفوظه سيمه نه يوازې د امريكې بلكې زمونږ ډ ټولو په ګټھ ده۔ده ووئيل كله چې هم پ??كس??ان او امريكې په ګډه كار كړې هغه د دواړو هېوادونو په ګټه ېتمتم شوے٬مونږ په بېلو څانګو كښې د امريكې د اړخه په مرسته كولو مننه كوو۔ده ووئيل د تېرو څو كلونو راهسې امريكا په پ??كس??ان كښې د پېښو چېلنجونو كمولو او د پ??كس??ان د كار استعداد زياتولو له مرسته كوي۔ده ووئيل فاټا او په نورو پاتو سيمو كښې د انفراسټركچر تعمير له امريكې مرسته كړې۔د امريكې حكومت او د اولس مننه كولو سره خارجه وزير ووئيل پھ امريكا كښې موجود پ??كس??انيان د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو پل كردار ترسره كوي۔ده د امريكې د معاونت اعتراف كولو سره ووئيل مونږ د مرستې په ځاې د تجارت خوښي لرو۔ده ووئيل د پ??كس??ان اقتصادي پرمختګ ښه شوې٬افراط زر زيات شوې او د غېر ملكي زرمبادلې پنګې مستحكمې شوي۔ده ووئيل نن نړۍ د پ??كس??ان اقتصادي پرمختګ اعتراف كوي٬بلوم برګ غوندې نړيواله ادارېه د پ??كس??ان د رينكنګ ښه والې مني۔