اسلام ??باد ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) ګرد هېواد كښې لوئے اختر د خالي په ورځ مذهبي عقيدت او احترام ??ره ولمانځلې شو۔ د هېواد د ټولو ښارونو او كليو جوماتونو ٬ عيدګاه او پراخه ځايونو كښې د اختر لمونځ ادا كړے شو۔ د لكھونو په شمېر وګړو د ايراهيم علېه السلام ??نت ژوندے ساتلو سره د ځناورو قرباني وكړه۔ علماﺀ كرامو په دې مهال خپلو خطبو كښې د قربانۍ فضيلت او ايثار په اهميت رڼا واچوله۔ په دې مهال د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ امن او استحكام لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔ اسلام ??باد كښې د اختر مركزي اجت??اع فېصل مسجد كښې وشوه چرته چې د وزيراعظم سلاكارانو په شمول د سېنټ او قامي اسمبلۍ غړو ٬ اعلی چارواكو او د زرګونو په شمېر وګړو د اختر لمونځ ادا كړو۔ د پنجاب ??ور??ر ملك رفيق رجوانه ?? لاهور په ??ور??ر هاؤس او اعلی وزير شهباز شريف په جاتي امراﺀ كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ خېبرپختونخوا كښې لويه اجت??اع د چارسدې په عيدګاه كښې وشوه۔ ??ور??ر اقبال ظفر جھګړا په ??ور??ر هاؤس او اعلی وزير پروېز خټك په خپله سيمه نوښار كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ بلوچستان كښې مركزي اجت??اع كوئټه كښې وشوه۔ آزاد جموں و کشمیر كښې د اختر مركزي اجت??اع په مركزي عيدګاه كښې وشوه چرته چې د آزاد کشمیر وزیراعظم راجھ فاروق حېدر د اختر لمونځ ادا كړو۔ د آزاد کشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان خپله سيمه کوټ مټھی خان روالاکوټ كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ لمونځ څخه وروستو د سنت ابراهيمي په اتباع كښې وګړو څاروي قربان كړل۔ په دې مهال په وفاقي او صوبائي كچه امنيت ټينګ كړے شوے وو دغسې چې كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي۔ په راديو ټي وي او د خپرونې په نورو ادارو د لوئے اختر په مناسب خاص پروګرامون نشر كړې شول۔ دغسې ورځپاڼو كښې د قربانۍ فضائلو او احكاماتو په اړه خاص خپرونې خپرې كړې شوې۔