نانكانه صاحب 28 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي ټول اپوزېشن كه هر څه وكړي ٬تر څو چې زه ژوندې يم چا له به هم اېن آر او ورنه كړې شي٬د چارټر آف ډيموكرېسي په نتيجه كښې تېرو حكمرانانو د هې??اد قرض 6 زره اربه نه 30 زره اربه ته رسولې٬د وزيراعظم ټاكلې كېدو نه پس ما په وړومبۍ وېنا كښې وئيلي وو يو وخت به راځي چې د هې??اد ټوله كرپټ مافيا به يوځاې كېږي٬د ورلډ بانك په راپور كښې وئېلي شوي په كاروبار كښې آسانيو پیدا كولو په حقله پاكستان په نيمه اوچه په وړومبي لمبر او په نړۍ كښې په پنځم لمبر دے۔خپل ټول وسائل به په تعليم خرڅ كوو ځكه چې د تعليم په بنياد هې??اد پرمختګ كوي٬د تعليم نه غېر كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې٬لويو لويو دربارونو سره چې د اوقاف څومره هم زمكې دي پھ هغې به پوهنتونونه جوړولې شي۔زمونږ څخه دا پوښتنه شوې چې تاسو د نواز شريف د ژوند ضمانت وركولې شۍ نو زه وائيم چې د خپل ژوند ضمانت هم نه شم وركولې٬ما نواز شريف له د ښو طبي آسانيو وركړې باوري كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د باباګرونانك پوهنتون د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم د آزادي مارچ په حقله وو??يل د وزيراعظم ټاكلې كېدو نه پس ما په وړومبۍ وېنا كښې وئيلي وو يو وخت به راځي چې د هې??اد ټوله كرپټ مافيا به يوځاې كېږي۔ده وو??يل د چارټر آف ډيموكرېسي په نتيجه كښې د تېر وخت حكمرانانو د هې??اد قرض 6 زره اربه نه 30 زره اربه ته رسولې۔وزيراعظم وو??يل د غېر ملكي ادارې او آئي اېم اېف پشمول ټول وائي چې پاكستان د اصلاحاتو د لارې د هې??اد معيشت مستحكم كړې٬ده د ورلډ بانك راپور حواله وركولو سره وو??يل ورلډ بانك په خپل راپور كښې وئېلي پاكستان كاروباري آسانۍ پیدا كړي٬په دې حقله په نيمه په وچه كښې پاكستان په وړومبي لمبر او پھ نړۍ كښې په پنځم لمبر دے۔ ده وو??ېل د آزادي مارچ كوونكو څخه حكومت نه يرېږي٬داسې څه وجه ده چې هغوي د وزيراعظم څخه استعفٰی غواړي۔ده وو??يل تاريخ دې اوكتلې شي چې د پي ټي آئي په وړومبي كال كښې تر ټولو كمه ګرانۍ راغلې ۔ ده وو??ېل مسئله دا ده هغه ټولو ته معلومه ده چې هې??اد چا او څنګه لوټلې۔وزيراعظم وو??يل په هغوي مقدمې زمونږ په دور كښې نه دي جوړې شوې۔وزيراعظم وو??ېل ټول دې په يوځاې مارچ وكړي او چې څه هم وكړي تر څو چې زه ژوندې يم اېن آر او به نه وركړې كېږي۔ده وو??يل په تېر وخت كښې دوه اېن آر او وركړې شوي٬يوه مشرف چې هغه سعودي عرب ته لېږلې وو او دوئمه آصف علي زرداري له وركړې شوې۔ده د پوهنتون د بنياد تيګې په اېښودو د پنجاب اعلٰی وزير او د كورنيو چارو وزير له مباركي وركولو سره وو??يل هغوي د باباګرونانك په 550مه زېږدنه ورځ عملي اقدام كړې۔ده وو??يل د نړۍ په تاريخ كښې د تعليم نه بغېر كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې٬زمونږ بدقسمتي دا ده په يو وخت كښې مونږ د تعليم په مېدان كښې تر ټولو وړاندې ؤ خو بيا مونږ تعليم ته پام لرنه اونه كړه او شاته پاتې شوو۔ده د پنجاب اعلٰی وزير ته وو??يل دا اوقاف د مزارونو په خوا كښې زمكو باندې پوهنتونونه او روغتونونه جوړ كړئ٬عزت وركونكې لوے څښتن دے او تر ټولو زيات عزت هغه چا له وركوي څوك چې د انسانانو خذمت كوي۔ده د يو كتاب حواله وركولو سره وو??يل په تېر وخت كښې په ځينو مدرسو كښې د سيكهانو او هندوانو بچو هم تعليم ترلاسه كولو۔ده د يو ډول د تعليم په نظام خبره كولو سره د تعليم وزير ته وو??يل يو فورم دې بېل رائج نظامونه يو كړي۔ده وو??يل مونږ د مدينې رياست خبره ځكه كوو چې پېغمبر(ص)په كومو اصولو د مدينې رياست قائم كړے د هغې ترمخه دغه يو كامياب رياست ؤ ۔ده وو??يل د مدينې په رياست كښې د قانون سرلوړي وړومبې اصول وو٬له بده مرغه دلته د مالداره لپاره يو قانون او د عام وګړي لپاره بل قانون دے۔وزيراعظم وو??يل بايد د قانون او رياست په نظر كښې ټول برابر و?? او د ټولو لپاره يو ډول حقونه وي۔وزيراعظم وو??يل مونږ له به په تعليم زور راوړل وي ځكه چې په هې??اد كښې زياته آبادي په ځوانانو مشتمل ده۔ده وو??يل د لويو لويو دربارنو سره چې څومره هم د اوقاف زمكې دي په هغې به پوهنتونه جوړولې شي چې ورسره به د هې??اد معيشت پرمختګ وكړي