حب 21 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د سي پېك ترمخه د پاكستان او چين وړومبني شريك پاور پلانټ منصوبه د هېواد ??پا??ه خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي سي پیك د پاكستان ??پا??ه لويه موقع ده او مونږ پھ دې مخ په وړاندې روان يو٬بايد د برېښنا په پروژو كښې د ايندهن ځايې ذريعو څخه استفاده وكړو٬حكومت په سپيځلې ډول او د ګډ ګورننس په سوب غېر ملكي كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ??پا??ه راغب كړي٬كاروبار كښې به لا آسانيو پیدا كولو له اقدامات كولې شي٬چين د كركيلې په څانګو كښې هم سرمايه كاري كول غواړي٬مونږ له به خپلو ځوانانو تربيه وركولو سره اثاثه جوړول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د 1320 مېګاواټ پیداواري صلاحيت چائنا حب پاور جنرېشن پلانټ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د بلوچستان اعلٰی وزير جام كمال خان٬وفاقي وزير علي حېدر زيدي او په پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ هم په دې موقع موجود وو۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم د سي پیك ترمخه شريك چائنا حب پاور جنرېشن پلانټ پرانسته وكړه۔دستورې ته خپل خطاب ګښې وزيراعظم ووئيل حب پاور جنرېشن پلان پرانسته د خوشحالۍ خبره ده۔د سي پېك ترمخه دا وړومبۍ شريكه پروژه ده٬دا سلسله مونږ مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ده ووئيل د چين لويې كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ له خوښي لري٬حكومت به په دې لړ كښې هر ډول مرسته او آسانۍ وركوي۔وزيراعظم په حبكو زور راوړو چې د دې منصوبې د ايندهن 20 فيصده تهركول څخه ترلاسه كړي۔دې سره به د هېواد زرمبادله بچت شي۔ده ووئيل تر ټولو لويه مسئله د كرنټ اكاؤنټ خساره ده كله چې زمونږ حكومت راغلو نو هغه وخت 20 اربه ډالره كرنټ اكاؤنټ خساره وه۔وزيراعظم ووئيل مونږ غواړو چې د برېښنا پروژو ??پا??ه ځايې وسائل وكارولې شي۔٬پاكستان د 50 زره مېګاواټ پن برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري خو له بده مرغه تېر وخت كښې دې پلو پام نه دې شوې۔ده ووئيل مونږ به د ځايې ذريعو څخه برېښنا جوړوو۔وزيراعظم د كراچۍ ??پا??ه د سمندري اوبو پاكولو په پروژو د كار پېل كولو سپارښتنه وكړه دغسې چې د څښلو اوبو مسئله حل شي۔ده ووئيل د بدعنوانۍ په وجه پاكستان ته زيان رسېدلې٬ريكوډك كښې كار كونكي كمپنۍ رابطه كړې هغوي د اوسني حكومت سپيځلتيا له مخې كار پېل كول غواړي۔ بلوجستان قدرتي وسائل لري۔ده ووئيل د 22 كلونو راهسې دا وائيم چې كرپشن تر ټولو لويه مسئله ده٬په تېر وخت كښې د هېواد خزانې ته زيان رسېدلې او هم له دغې له امله سرمايه كاري نه ده شوې٬ زمونږ په حكومت كښې بهرني سرمايه كار پاكستان ته راتللو له خوښي لري۔ده ووئيل مونږ له به سپيځلې ګورننس كول وي كوم چې د سباؤن ??پا??ه ضروري دے او د هېواد د قرض لويه وجه هم د دغې نشتوالې دے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل راتلونكې وخت د سي پېك په حقله مهم دے۔دا منصوبه د پاكستان ??پا??ه موقع ده۔ده ووئيل د بلوچستان ??پا??ه زيرې دے چې چين په زرعي څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي٬مونږ د چين د زرعي تجربو او پوهو څخه استفاده كول غواړو۔ده ووئيل د چين اولس مشر او وزيراعظم بېلټ اينډ ر??ډ فليګ شپ منصوبه ده ٬دا پروژه بل پړاؤ ته رسولو ??پا??ه پاكستان سي پیك اتهارټي جوړه كړې۔ده ووئيل پاكستان ??پا??ه د هغې ستراتېژېكي حېثيت او د ځوانانو آبادي مهمه ده٬مونږ له به خپل ځوانان فعاله كول وي او دې ??پا??ه به پھ مهمو څانګو كښې تربيتي مركزونه پرانستل وي۔وزيراعظم د بلوچستان په اعلٰی وزير زور راوړو چې په لسبيله كښې خاص اقتصادي زونز جوړ كړي ځكه چې بهرني سرمايه كار راتلل غواړي جې هغوي له آسانۍ وركړې شي ۔وزيراعظم د حبكو سره په ګډه د 1320 مېګاواټ په پروژ?? بشپړولو د چائنا پاور مننه وكړه۔د دې څخه وړاندې د بلوچستان اعلٰی وزير جام كمال د دستورې ته ووئيل وزيراعظم د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې خوښي لري۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومت په ګډھ د سرمايه كارو ??پا??ه ښه چاپېرچل وركوي۔د چين پشمول د غېر ملكي سېلګرو ??پا??ه د سرمايه كارۍ موقعې شته٬مونږ د چين سرمايه كارو ته وړاندېز كوو چې د ښه چاپیرچل څخه ګټھ پورته كړي۔ده ووئيل د ګوادر پشمول د بلوچستان په بېلو سيمو كښې په پرمختيائي پروژو كار روان دے۔ده وئيل مونږ ټولو له په ګډه سرمايه كارو له ښه چاپیرچل وركول دي چې ورسره به ځايې او غېر ملكي سرمايه كارو ته ګټھ ورسي۔