اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي به د پارلمان شريكې غونډې ته (نن) د جمعې په ورځ ماښام ??نځ?? بجې وېنا كوي ٬ په دې لړ كښې د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ كښې ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو سره مېلمنو ته بلنې لېږلې شوي۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ وياند له مخې د پارلمان د ګډې غونډې ته به اولس مشر ماښام ??نځ?? بجې وېنا كوي ??ې ورسره به د اوسنۍ قامي اسمبلۍ دوېم پارلماني كال پېل شي٬ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ د آئيني ادارو مشرانو٬ د دريو واړو وسله والو ځواكونو مشرانو او سفيرانو پشمول د پارلمان غړو او د وفا??ي وزيرانو دعوت نامې لېږلې دې۔ د امنيتي انتظاماتو په اړه ټولو پارلماني غړو او وفا??ي وزيرانو ته امر شوې چې ھغوي دي ځان سره مېلمه نه روالي او نه به د دوي ??اډز ته پارلمان ته د داخلېدو اجازه وي۔ د يادونې وړ ده د آئين د آرټيكل 54 له مخې د هر پارلماني كال په پېل اولس مشر شريكې غونډې ته وېنا كوي او اولس مشر د سېنېټ او قامي اسمبلۍ ټول پارلماني كال لپاره خپله وېنا كښې لارښوونه كوي