اسلام آباد 08 اګست (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د زيارت په ورځ د اروپائي ائتلاف خارجه اړيكو نمائندہ فیډریكا موګرینی سره تيلي فوني تماس نيولې او مقبوضه جمو او كشمیر په تشویشناك صو??تح??ل او سيمه كښې امن ته د پېښو خطرو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير ووئيل په 5 اګست د هند د اړخه آرټیكل 35 اے او آرټیكل 370 ختمولو سره د كشمیر جغرافیائی حیثیت بدلولو هڅه شوې۔ د هند يو اړخيزه اقدام د م??ګر?? ملتونو د قراردادونو په ضد دے۔ ده د اروپائي ائتلاف پشمول په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د دې ناوړھ صو??تح??ل نوټس واخلي او د هند د اړخه په كشمیری اولس د روانو ظلمونو سمدستي ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ هند نه د نړيوالو لوظنامو او نه شريكو لوظنامو پاسدارۍ له چمتو دے۔ شاہ محمود قریشی ووئيل په هند دې زور راوړې شي چې د نړيوال قوانین احترام وكړي او د كشمير مسئله د م??ګر?? ملتونو په قراردادونو او د كشمیری اولس د هيلو ترمخه حل كړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند كښې د روانو ظلمونو نوټس واخلي۔ خارجه وزير ووئيل د هند دې غیر ذمه واره اقدام سره سوئيلي اسياﺀ كښې امن او استحكام ته خطر پیښ دے۔ پاكستان دا معامله م??ګر?? ملتونو ته وړاندې كوي او پاكست??ن به د كشمیری اولس سفارتی، اخلاقی او سیاسی ملاتړ روان ساتي۔د اروپائي ائتلاف د خارجه اړيكو نمائندہ فیډریكا موګرینی ووئيل اروپائي ائتلاف د سوئيلي اسياﺀ په صو??تح??ل نظر لري۔ مونږ ته معلومه ده چې د چارو حل لپاره دې د خبرو اترو لاره خپله كړې شي۔ دواړو لارښودو سيمه كښې امن او استحكام له په ګډه كار روان ساتلو ته هم سلا شول۔)