اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) منطقه كښې د امن او اس??حكام په لړ كښې د پاك افغان خبرو اترو لپاره افغان پلاوي د خارجه دفتر دوره كړې ده چرته چې خارجه سېكتر سهېل محمود د پلاوي هركلے وكړو٬ د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د امن او اس??حكام د حكمت عملۍ (اے پي اے پي پي اېس) د جاج وړومبنۍ غو??ډه ??م اوشوه ٬ چې پكښې خارجه سېكتر سهېل محمود د پاكستان او د افغانستان نائب خارجه وزير ادريس زمان د افغانستان نمائندګي كوله۔ د پاکستان او افغانستان ترمېنځه مئي كال 2018 كښې اے پي اے پي پي اېس جوړ شوې ٶ چې مقصد ئې د د??اړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې جامع او اداره جاتي “فرېم ورك” په نظام كښې دوه اړخيزه مرسته ته وده وركول وو٬ په دې خبرو كښې سياسي او سفارتي٬ په دفاعي كچه مرسته ٬ اس??خباراتي مرسته٬ د معيشت او كډوالو پحقله خبرې شوې٬ د د??اړو ډلو په منطقه كښې امن لپاره د شريكې مرستې او د اعتماد سازۍ زياتولو په اړه په ګډه كار كولو ته صلاح راغلې۔ په دې غو??ډه كښې د د??اړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو چارو او تر اوسه د شوي پېشرفت جاج هم واخست٬