اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د يو آپرېشنل بېس دوره وكړه او هلته تعينات عملې سره ئې اختر ولمانځلو۔ د ا??تر په اجتماع كښې د هېواد سلامتيا او خوشحالې لپاره خاص دعاګانې وكړې شوې۔ د دې نه پس ايئر چيف فضائي او زم??ي عملې سره د ا??تر مباركي وكړه او په سختو حالاتو كښې ئې د دوي د بې مثاله جذبې او فرض شناسې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې زه فخر كوم چې زمونږ ځوانان د وطن دفاع لپاره د خپل كور نه لرې اختر لمانځي۔