جده 30 مئی (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د ملائېشيا او پاكستان ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكې د ډاډ وړ د?? كومې چې لا وړاندې بوتلل غواړو۔د دواړو هېوادونو ??رمينځه د اقتصادۍ همكارۍ لوظ نامه لا فعاله كولو ته اړټيا ده۔د خارجه دفتر ترمخه دا خبره د زيارت په ورځ په جده كښې د د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډې په مهال ده خپل د ملائېشيا هم منصب سېف الدين عبدالله سره د ملاقات په مهال كړې۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬تجارت او د معيشت پشمول پھ بېلو دوه اړخيزه مرسته زياتولو خبرې شوې۔شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان او ملائېشيا ژورې او قوي اړيكې لري۔د ډاكټر مهاتير محمد د پاكستان اوسنۍ دورې نقشونه تراوسه زمونږ په ذهنونو ??ازه دي۔د دواړو هېوادونو ?? قيادت د اړخه د اوسنو ??ورو په نتيجه كښې به اړيكې لا مضبوطې شي۔دواړو خارجه وزيرانو ?? دوه اړخيزه اعلٰی كچ دورو په پرله پسې روانو ??اتلو اتفاق وكړو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د ملائېشيا او پاكستان اقتصادي او تجارتي اړيكې د ډاډ وړ د?? كومې چې موڼږ وړاندې بوتلل غواړو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ??رمينځه بزنس فورم هم شته د كوم د لارې چې مونږ خپل تجارت لا قوي كولې شو۔پاكستان كښې د تحريك انصاف حكومت په تجارتي دوسته پالېسو عمل كوي۔د ملائېشيا كمپنۍ دې د رئيل سټېټ٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬هوا بازۍ او د هلال فورډ پشمول نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ نه ګټھ پورته كړې ٬ دغسې د ملائېشيا خارجه وزير ده له باور وركړو چې زمونږ حكومت به د بې??و څانګو لپاره د پاكستان هر ممكنه مرسته كوي