اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېتۍ غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم آفس كښې وشوه۔په غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټك٬د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه٬د قانون وزير م??مد فروغ نسيم٬د كشمير او ګل??ت بلتستان وفاقي وزير علي امين ګنډا پور٬ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن زبير م??مود حيات٬د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نيول چيف اېډمرل ظفر م??مود عباسي٬چيف آف ايئر س??اف چيف مارشل مجاهد انور خان٬آټارني جنرل انور منصور خان٬د ګل??ت بلتستان وزيراعلٰی حافظ حفيظ الرحمان٬ډي جي آئي اېس آئي لېفټيننټ جنرل سيد عاصم منير احمد شاه٬ډي جي آئي اېس پي آر ميجر جنرل آصف غفور٬ډي جي اېم او ميجر جنرل نعمان ذكريا او وفاقي خارجه چارو٬داخله٬قانون٬كشمير او نېشنل سېكورټي ډويژن سېكترانو ګډون كولو۔په غونډه كښې په منطقه كښې د شويو اوسنو بدلونونو په تناظر كښې په جيوسټرټېجك انوائرمنټ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې د دې عزم پخلې وشو چې پاكستان به د سيمه ايز امن او اس??حك??م لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔په غونډه كښې د هېواد اقتصادي مسئلو اوږدې مودې او كوټلې حل لپاره په روانو هڅو بحث كولو سره د دې هڅو بشپړه د ملاتړ پخلې وكړې شو۔كمېټۍ په غونډه كښې د ګل??ت بلتستان په اصلاحات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ګل??ت بلتستان اولس په خاص توګه ځوانانو ته د پريكړو كولو په عمل ته دې پام لرنه وكړې شي