اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي)د پاكستان پاورټي ايلووېشن اينډ كوآرډينېشن كونسل چ??ئرپرسن ډاكټر ثا??نه نشتر وئېلي دي چې د وزيراعظم فليګ شپ پروګرام”احساس”له مخې لېبر ايكسپرټ ډله جوړه شوې٬په موجوده قوانين كښې خرابۍ لرې كول٬د خواري كښو استحصال بن??ول٬په كم اجرت كار كونكو بن??ېز لګولو په اړه مسئلې به حل كولې شي۔دا ډله د نجي او سركاري څانګې په پوهانو مشتمل ده۔د بېلو صوبو څخه د لېبرډيپارټمنټ ډائرېكټران او د بېل فېډرېشنز سره تعلق لرونكي غړي به د خواري كښو د ښېګړی لپاره په ګډه كار كوي۔په مجموعي توګه د دې ډلې مقصد د كار كونكو غېر رسمي څانګو سره تعلق لرونكو كسانو لپاره سماجي تحفظ وركول دي۔په خپل بيان كښې دې ووئيل د خواري كښو مسئلو سمدستي حل ته اړتيا ??ه۔دې ووئيل ټولې صوبائي او وفاقي محكمو له به په پاكستان كښې د كار كونكو خواري كښو طبقې لپاره اقدامات كول وي