اسلام آباد 17 اپ??ېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان امر كړې چې په ضم شوېو سيمو كښې د اولس د زيانونو ازالې لپاره اعلان كړې معاوضې په سمدستي توګه وركړئ٬ د روژې په مياشت كښې د برېښنا غوره صورتحال باوري كولو لپاره دې په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي٬ د صحت انصاف كارډ د وېش عمل دې لا ګړندې كړې شي۔ دا امر وزيراعظم د ضم شوېو قبائيلي سيمو د تعمير او پرمختګ د پېشرفت پحقله د جاج اسختو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير خسرو بختيار د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، وزیراعلی محمود خان، د وزیراعظم صلاحكار ارباب شهزاد، افتخار درانی، اړوندو وزارتونو او محكمو وفاقي او صوبائي سېكترانو او نورو لوړ پوړو ګډون كولو۔ وزیراعظم عمران خان ته ?? انضمام شويو سيمو د كلن پرمختيائي پروګرام٬ راتلونكو لسو كالو لپاره په پرمختيائي پروګرام او سږ كال د بېل كړې فنډز پحقله تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول د كال 19-2018 په كلن پرمخيتائي پروګرام كښې ضم شوېو سيمو كښې تعمير او پرمختګ لپاره 1186 منصوبې شاملې دي چې پكښې 726 ر??نې دي او 460 نوې منصوبې دي چې پكښې تعلیم، صحت، مواصلات، برېښنا ، كركيله او د انفراسټركچر د پرمختګ وغېره منصوبې شاملې دي۔ ??زیراعظم ته ووئيل شول ضم شوېو سيمو كښې د معاشي پرمختګ وده ٬ د مواصلات آسانۍ ښه كول ٬ د اربن سنټرز پرمختګ٬ ٬ په بشري وسائلو سرمايه كاري٬ غوره حكومتي نظام او د ادارو تعمير او د پرمختګ د لس كلنه پرمختيائي منصوبو مهمې ستنې دي۔ غونډې ت?? خپلې وېنا كښې وزیر اعظم ووئيل د ضم شوېو سيمو اولس هېواد لپاره ډېر قربانۍ وركړې او تكليفونه ئې زغملې ٬ د ضم شوېو سيمو تعمير او پرمختګ د حكومت په وړومبنو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ??زیراعظم امر وكړو په ضم شوېو سيمو كښې د اولس د زيانونو ازالې لپاره اعلان كړې معاوضې په سمدستي توګه وركړئ۔ وزیراعظم امر وكړو ضم شوې سيمو كښې دې اولس له د صحت انصاف كارډ د وېش عمل لا ګړندې كړې شي۔ ده امر وكړو د روژې په مياشت كښې د برېښنا غوره صورتحال باوري كولو لپاره دې په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي۔ ??زیراعظم عمران خان ووئيل اولسي نمائندګان دې د ضم شوېو سيمو اولس سره روابط لا ښه كړي دغسې چې د تعمير او پرمختګ سفر كښې د اولس شراكت باوري كړې شي