اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان به د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان په بلنه په د??ېم?? او څلورمه جنورۍ د تركيې دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي كومه چې به د وزيراعظم د تركيې وړومبنۍ رسمې دوره وي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم سره به خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د م??صوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او د وزيراعظم د تجارت سلاحكار د عبدالرزاق داؤد پشمول د لوړې كچې پلاوي هم تركيې ته ځي۔ د دورې په مهال به وزیراعظم عمران خان د تركيې اولس مشر سره ملاقات كوي او د دواړو هېوادونو ت??مېنځه د اړيكو د پراختيا په چارو به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیراعظم به بزنس فورم ته وېنا هم كوي۔ وزيراعظم عمران خان به په انقرہ كښې د تركيې كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو سره هم ملاقاتونه كوي۔ بیان كښې وئيلي شوې د پاکستان او ت??کیې ترمېنځه د شريكې عقيدې او د پېړيو پخوانې كلتور آډانه تاريخي او بې مثاله اړيكې قائمې دي۔ دواړه هېوادونه شاندار سیاسي ‘ اقتصادی‘ دفاعی ٬ كلتوري او په اولسي كچه روابط هم لري كوم چې د ورځې تېرېدو سره لا قوي كېږي۔ د وزیراعظم دوره به د دواړو حكومتونو او د وروڼو هېوادونو د اولس ترمېنځه تاريخي اړيكې لا قوي كړي۔ د وزيراعظم عمران خان دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ت??مېنځه په خاص توګه د اقتصاد او ت??ارت په مېدان كښې مرسته او اشتراك لپاره نوې لارې لټولو له مرسته تر لاسه شي