اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسیم وئيلي دي د آئین او نېب قوانین له مخې په عدالت كښې په زېر سماعت مقدمو په پارلمان كښې ??حث نه شي كېدې٬ نېب خپلواكه اداره ده ٬ كه د نېب په كومه قانوني نكته اعتراض لرل?? شو نو دوي به پخپل حكومت كښې دا ب??لون كړې ؤ ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف لخوا د پورته كړ?? شوې نكاتو په ځواب بېرسټر فروغ نسيم ووئيل د مخالفې ډلې چې د كومې كم??ټۍ جو??ولو غوښتنه كړې په قانوني توګه داسې ممكنه نه ده ٬ د نېب آرډيننس دفعه 36 له مخې داسې نه شي كېدلې ۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې د مشر ايوان ته د حاضرۍ پحقله چې كله سپيكر رابطه وكړه نو د وفاقي وزير په حېث مې ورته د رول 108 له مخې د دواړو اړخونو سپيناوې كړې ٶ خو سپيكر د ښه طرز عمل څرګندونه وكړه او په ښه ډول ئې معاملات په مخ په وړاندې بوتلل۔ ده ووئيل د سېكشن 31 (3) اے له مخې په عدالت كښې په زېر سماعت يوه معامله هم ايوان كښې ??حث نه شي كېدې ٬ دغسې د آرټيكل 240 له مخې هم د دې ممانعت شوې ځكه چې په دې كښې د عدالت د سپكاوي كېس هم جو??ېدې شي٬ وفاقې وزير ووئېل زه دا خواست كووم چې دا ايوان د قانون عدالت نه دے او نه مونږ يوه قانوني پرېكړه كول?? شو۔ ده ووئيل تر كومې چې د نېب د انكوائرۍ تعلق دے نو دا كېس په كورټ آف لاء كښې روان دے او په ھغې دلته ??حث نشي كېدلې٬ ده ووئېل د نېب سېكشن 24م د يوې ګرفتارۍ پحقله دے ٬ كه د دې آرډيننس په يو شق اعتراض وي نو دا قانون دوي پخپل حكومت كښې بدلول?? شو۔ ده ووئيل كه د قانون د عملدارۍ خبره ټول كوي نو بايد عمل پرې وكړې شي۔ فروغ نسيم ووئيل نېب يوه خپلواكه اداره ده او حكومت د نېب په معاملاتو كښې لاس وهنه نه كوي