اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د المان چانسلرې انجيلا مركل ټېليفوني تماس ونيولو۔ د المان چانسلرې عمران خان ته د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ د المان چانسلرې په دې موقع د دوه ??ړخيزه اړيكو په مستحكم كولو زور راوړو او په بېلا بېلو څانګو كښې يې ?? مرستې پراختيا سره سره په س??مه ايزه او نړيواله كچه شريك ګټو له په ګډه ګار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د المان چانسلرې وزيراعظم ته د المان د دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې ده قبوله كړه۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان د المان د چانسلرې مننه وكړه۔ده المان سره د يو بل په ګټھ دوه ??ړخيزه اړيكې په پراخا بنياد او د اوږدې مودې په شركت كښې د بدلولو خواهش څرګند كړو۔ ده ووئيل چې په اروپاﺀ كښې المان د پاكستان تر ټولو لويې شراكتدار دې۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان او د آټو موبائل په څانګه كښې ?? مرستې او د اوبو څخه د برېښنا پیداوار په څانګه كښې د سرمايه كارۍ لويې صلاحيت موجود دې۔ده د المان چانسلره د س??مه ايز صورتحال او په خاص توګه د افغانستان مسئلې سوله ايز حل او هند سره د مذاكراتو نه خبر كړه۔ ده هند سره د ټولو مسئلو حل لپاره د جامع مذاكراتو د بحالۍ په ضرورت زور راوړو۔