اسلام آبا?? 12 ????مب?? (اے پي پي) ۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سو??ي اولس ته د محرم الحرام په مهال د امن او امان اقداماتو كاميابې لپاره د مرستې كولو خواست كړے او وئيلي ئې دي چې اسلام د امن٬ محبت او برداشت دين دے كوم چې د فرقه واريت٬ انتهاخوښې او تعصب نفي كوي۔ د شورو په ورځ جاري شوي ب??ان كښې دوي ووئيل چې علما كرام او مذهبي سكالران دې د بېلا بېلو مسلكونو او د مسلمانو ترمېنځه همغږي پېدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي او بايد دوي د اسلام ريښتينې پېغام خپور كړي۔ دوهم سپيكر قاسم خان سو??ي ووئيل چې په هېواد كښې د ترهګرې خاتمې او د فرقه پ??ستې مقابلې لپاره هم خپل اختلافات هېرولو سره د يوې جامع حكمت عملې خپلولو ضرورت دے۔ بايد مونږ د محرم الحرام په حقيقي روح عمل وكړو كوم چې د ايثار٬ قربانې او برداشت درس وركوي۔ بايد د محرم په مهال مونږ د هر ډول تعصب او فرقه بازې نه ځان وساتو۔