اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم ??مران خان په پخوانو ??بائيلي سيمو كښې د ځائي حكومت نظام رائج كولو لپاره د هلو ځلو ګړندۍ كولو امر كولو سره په دې خبره زور رواړې چې د قبائيلي سيمو پرمختګ په لړ كښې د قبائيلي اولس پرېكړې او مشاورت باوري كولو لپاره ضروري ده چې په دغه سيمو كښې لوكل ګورنمنټ نظام نافذ كړې شي٬ وفاقي حكومت ??ه د فاټا پرمختيائي منصوبو لپاره د ترلاسه فنډز نه زيات وسائل وركوي او په اېن اېف سي اېوارډ كښې به هم د فاټا پرمختيائي پېكج ترلاسه كولو كښې هم خپل بشپړه كردار لوبوي۔ ۔ وزيراعظم ??ا خبرې د نهې په ورځ د فاټا انضمام پحقله د لوړې كچې غونډه مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د خزانې وزير اسد عمر ٬ د قانون وزېر ډاكټر فروغ نسيم ٬ د مذهبي چارو وزير نور الحق قادري، د وزیراعظم ??لاحكار شهزاد ارباب، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، وزیراعلیٰ محمود خان، د اړوندو څانګو وفاقي او صوبائي سېكتران او نورو لوړ پوړو ګډون وكړو۔ په غونده كښې د قبائيلي سيمو د انضمام پحقله د پېشرفت او تر اوسه د د پورته كړو انتظامي او قانوني اقداماتو جاج اخستو سره د فاټا انضمام او د قبائيلي اولس د حقونو تحفظ لپاره مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ په دې موقع وزيراعظم په دې خبر زور رواړو چې د قبائيلي دود دستور له مخې دې د نوي نظام نفاذ د عمل جوګه جوړ كړې شي او په نوي نظام كښې دې د قبائيلي اولس مشاورت باوري كړې شي۔ وزيراعظم ??مر وكړو قبائيلي ځوانانو ??ه د روزګار وركړې لپاره نورې موقعې باوري كړئ او د دې خبرې ډېر خاص خيال وساتئ چي د انتظامي اقداماتو په نتيجه كښې يو كس بې روزګار نه شي۔ وزیراعظم ووئيل قبائيلو لپاره دې په سكولونو ?? كالجونو او پوهنتونونو ??ښې بېله كړې كوټه متاثره نه شي۔ وزیراعظم ??ا هم امر وكړٶ چې په ضم كېدونكو قبائيلي سيمو كښې صحت ٬ تعيلم او په خاص توګه د ماشومانو جينكو سكولونه ښه كولو لپاره دې هڅې ګړندئ كړې شي۔ ده ووئيل په سمدستي توګه د ارزان انصاف وركړې لپاره زر تر زره تګلاره وضع كړئ۔ وزيراعظم ??مران خان ووئيل وفاقي حكومت ??ه د فاټا پرمختيائي منصوبو لپاره د ترلاسه فنډز نه زيات وسائل وركوي او په اېن اېف سي اېوارډ كښې به هم د فاټا پرمختيائي پېكج ترلاسه كولو له هم خپل بشپړه كردار لوبوي۔)ص ف/ض ض/ګ ل/2155)