اسلام آباد 14 جولائي (اے پی پی) په پاكستان كښې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خېبر پ??تو??خوا او بلوچستان كښې په انتخابي كانديدانو د بزدلانه بريدونو سخته غندنه كړې۔ په اسلام آباد كښې د آسټراليا د هائي كميسون لخوا جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چې د آسټراليا هائي كمشنرې مارګرېټ اېډمسن په خپل پېغام كښې ټولو غم ځپليو كورنيو سره غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چې آسټراليا د ترهګرې په مقابله ??ولو كښې پاكستان سره د يووالي څرګندونه كوي۔ هائي كمشنرې وئيلي دي چې هغه په مستونګ او خېبر پ??تو??خوا كښې په انتخابي لاريونونو ?? بريدونو سخته غندنه كوي او په ??ې بريدونو كښې په ځاني زيان ډېره خفه شوې۔