اسلام آباد 07 جون ( اے پي پي) د ټاكنو كميسون لخوا د زيارت په وځ د پنجاب او د بلوچستان د نګران اعلٰي وزيرانو ټاكنې سره په مركز او څلورو واړو صوبو كښې د نګران وزيراعظم او د اعلٰي وزيرانو د ټاكل كېدو پړاؤ ترسره شو۔ په مركز او سندھ كښې د نګران وزيراعظم او د اعلٰي وزير د ټاكنې معامله د حكومت مشر او د مخالفې ډ??ې د مشر په مشوره حل شوې وه۔ خو په پنجاب?? خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د اعلٰي وزيرانو او د مخالفې ډ??ې مشرانو نه پس پھ پارلماني كمېټو كښې هم په دې معامله اتفاق نه و شوے او د دې نه پس دا معامله د صوبو سپيكرانو د ټاكنو كميسون ته لېږلې وه او د ټاكنو كميسون په اتفاق سره د نګران اعلٰي وزيرانو ټاكنه وكړه۔ د پنجاب څخه ?? پي ټي آئ?? لخوا لېږل شوې نوم حسن عسكري رضوي٬ د خېبر پښتونخوا څخه ?? اپوزيشن لخوا لېږل شوې نوم جسټس ﴿ر﴾ دوست محمد او د بلوچستان څخه ?? حكومت لخوا لېږل شوې نوم علاؤالدين د اعلٰي وزيرانو په توګه وټاكل شول۔ په مركز كښې نګران كابينې سوګند هم پورته كړے