اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په حقله قامي يو والې خوش آئند دے٬پھ داسې د چا جذبات مجروح كول ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښې د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښې د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د فاټا اولس له هم هغه آسانۍ وركول غواړو كومې چې د هېواد نور اولس ته ترلاسه دي٬زمونږ مقصد د قبائېلي سيمو د اولس باور ترلاسه كول دي او هم دا زمونږ لاره ده۔د زيارت په و??ځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا انضمام په حقله د 31م آئيني بدلون م??ظو??ۍ نه وروستو په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل قامي اسمبلۍ نن يو تاريخي بل م??ظو?? كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د مخالفې ډلې مننه كوم چا چې بل پھ م??ظو??ۍ كښې زمونږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه او په دې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې دوه دوه نيم كاله كار وكړو او راپور يې وړاندې كړو۔ده ووئيل د دغه راپور په بنياد د فاټا كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور جاج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حكومت او مخالفه ډله په بل سلا شول او نن بل م??ظو?? كړی شو۔وزيراعظم ووئيل په خاص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ شاهد محمود قرېشي او د فاروق ستار پشمول د ټولو مننه كوم چا چې د بل م??ظو??ۍ په اړه نه يوازې زمونږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ووئيل نن هم حكومت او مخالفو ګوندونو په سلا دا بل م??ظو?? كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په حقله وزيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس لرم چې اوس كومه وېنا وكړی شوه او په كښې داسې خبرې وشوې چې د كومو ضرورت نه وو٬نن داسې كومه ??بر?? نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ووئيل د دې ??بر?? نه د پاكستان اولس خبر دے او په دې غونډه كښې څو ځله په دې بحث شوې چې دهرنا ولې وه ؟ چا وكړه ؟ څنګه وشوه او قانوني اړخ يې څه و۔ده ووئيل كه د الېكشن كومه شخړه وي د هغې حل له په الېكشن كمېشن كښې پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عمل ترسره كېږي۔وزيراعظم ووئيل زه دغه خبرې كول نه غواړم چې په پانامه كښې څه وشول او چا ته مني لانډرنګ وئېل دا خبرې د اخلاقو د تقاضو سره سمې نه خوري۔په خاص توګه پھ داسې ورځ چې مو??ږ ټول يو مو??ې يو او يوه لويه مسئله حل شوې۔ ده ووئېل پھ داسې مو??ع په شخړيزه ??بر?? د ټولو جذبات مجروح كول سمه نه ده۔ده ووئيل د دې خبرې پريكړه به د پاكستان اولس په ټول ټاكنو كښې كوي۔وزيراعظم ووئيل پھ دې بل كښې د دې خبرې خاص خيال ساتلې شوې چې د بل پھ وجه د ټول ټاكنو ځنډولو هڅه ونه كړی شي۔په دې كښې ټولو ګوندونو زمونږ مرسته كړی۔ده ووئيل كه د بل جاج واخستلې شي نو د ټولو نوو مو??عو او د وسائلو په بل كښې خيال ساتلې شوې چې پكښې فاټا كښې د ټول ټاكنو په حقله اتفاق هم شامل دې چې پكښې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د چوكو پشمول نورې چارې شامل دي۔ده ووئيل پھ دې بل كښې په خاص توګه د ټول ټاكنو نه ځنډولو ته پام لرنه شوې ځكه چې پاكستان د الېكشن د تاخير متحمل كېدې نه شي۔ده ووئيل تر 31 مئې به حكومت قائم وي او په 60 ورځو كښې دننه به د آئين ترمخه ټاكنې كول وي او هم دا زمونږ د پاكستان د اولس سره وعده وه۔وزيراعظم ووئيل د بل م??ظو??ي انتها نه ابتدا ده مو??ږ د فاټا د اولس باور ترلاسه كوو او دغه باور به يوازې پھ چغو سورو نه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ م??ظو??ۍ نه پس په بل سېنېټ نه م??ظو??ېږي او بيا به اولس مشر م??ظو??ي وركوي۔ده ووئيل د ټولو نه زيات ضرورت د دې خبرې دے چې د فاټا دننه د پرمختيائي عمل كوم كمې دے جې هغه ترسره كړی شي۔ده ووئيل دا زمونږ عزم دے چې د فاټا دننه به پھ لسو كالو كښې هر كال 100 اربه روپۍ خرڅ كولې شي او په دې حقله د پارلمان عزم پكار دے چې مو??ږ د فاټا اولس له هغه آسانۍ وركړو كومې چې د پاكستان نور اولس لري