اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د اوورسیز انویسټرز چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری (او آئی س?? سی آئی ) انتظامی کمېټۍ د شورو پھ ورځ ائم منسټر آفس كښې لي??لې دي۔ د تجارت وفاقی وزیر پرویز ملك ، د وزیراعظم مرستيال علی جهانګیر صدیقی او نور سینئر چارواكي هم پھ دې مهال موجود ؤ۔ د اوورسیز انویسټرز چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری صدر خالد منصور وزیراعظم ته د پرسېپشن اینډ انویسټمنټ سروے 2017ء نتيجې وړاندې كړې۔ دا سروے نومبر 2017ء كښې او آئی س?? سی آئی غړي د 190 غیر ملکی سرمایه کارو څخ?? كړې۔ ده وزیراعظم ته ووئيل په دې سروے كښې د غیر ملکی سرمایه کارو د ښه او مثبتو جذباتو عکاسی شوې۔ ده ووئيل سروے كښې شاملو سرمایه کارو د يو كال نه تر 5 كلونو په مهال د نوې سرمایه کارۍ يا موجودہ سرمایه کاری زياتولو ارادہ څرګنده كړې ده۔ده هيله څرګنده كړه چې کاروبار او سرمایه کارۍ سره به آمدن زيات شي۔ په دې موقع ده وزيراعظم د کاروبار، د صوبو ترمينځه رابطو او ټیکس په اړه د پېښو ځينو مسئلو څخ?? هم خبر كړو او کاروباري چاپيرچل ښه والې له ئې تجاویز وركړل۔ وزیراعظم د او آئی س?? سی آئی د تجاویز هركلې كولو سره ووئيل د ځائې سرمایه کارو سره سره د غیر ملکی سرمایه کارو ډاډګيرنې ته ح??ومت پام لرنه كوي، د حکومت کوټلو پالیسو په سوب د کاروباری ورورولۍ باور بحال شوې، د ښې شرح نمو ترلاسه كولو لپاره د هېواد معیشت مستحکمېږي ۔ وزیراعظم ووئيل ح??ومت د پالیسی جوړولو عمل كښې اړوندو شراکت دارو سره مشاورت له لوظي دے۔ حکومت کاروبار كښې آسانی پیدا کولو په اړه به د ټولو وړاندېزونو هركلې كوي