اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د نجكارۍ وفاقي وزير دانيال عزيز وئېلي دي د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښ?? سټينډرډ اينډ فورز ريټنګز د پاكستان د لنډې او اوږدې مودې خودمختاره كرېډېټ ريټنګ”بي”ساتلې شوے ٬نړيوالې ادارې د پاكستان د اقتصادي امكاناتو د سازګاره پاتې كېدو او د هېواد د خارجي او مالياتي عواملو د ??ست??كام تائيد كوي٬د اپوزيشن ځينې غړي د كومو تږ لاره چې مايوسي خپرول دي ٬هره كاميابي او معاشي ??ست??كام په منفي توګه اولس ته وړاندې كوي٬اولس ته ښه معلومه ده چې مسلم ليګ(ن)كله اقتدار له راشي نو پھ هېواد كښ?? د معاشي ??ست??كام اولسي پرمختګ او خوشحالۍ دور وي٬د معاشي پرمختګ كرېډېټ د خزانې وزير اسحاق ډار په غاړه دے څوك چې په پانامه كيس كښ?? د نوم نه لرلو سره هم د كيسونو مقابله كوي۔ده دا خبرې د نهې پھ ماښام د پي آئي ډي مېډيا سنټر كښ?? خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ده ووئيل د اوږدې مودې درجه بندۍ لپاره صورتحال لا هم مستحكم دے ٬سټينډرډ اينډ فورز هيله لري چې د پاكستان حكومت به په خپله اصلاحاتي ايجنډا عمل وكړي او ميكرو اكنامك ??ست??كام به په ځاې وساتي٬د درجه بندۍ نړيوالې ادارې دا هيله هم څرګنده كړې چې د پاكستان جي ډي پي به د 5.7 فيصد شرح سره پرمختګ وكړي٬په رپورټ كښ?? اعتراف شوې چې اوسني حكومت د هېواد امنيتي صورتحال ښه كړی۔وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښ?? د تېرو 70 كلونو په مهال 15 زره مېګاواټ برېښنا پیدا كړی شوې او د 2013 نه تراوسه 25 زره مېګاواټ برېښنا پیدا كولې شي۔ده ووئيل د سناتور اسحاق ډار چې كوم درې اكاؤنټونه بند كړې شوي پھ هغې كښ?? په يو كښ?? 13 روپۍ٬په بلكې كښ?? 32 روپۍ او په درېم كښ?? 119 روپۍ دي