اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ټېلي كميونيكېشن ټېكنالوجۍ د لارې پاكستان كښې د صحت ٬ تعليم ٬ معيشت او كركيلې پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ غېر معمولي عمل روان دې٬ چې په نت??جه كښې به ئې هېواد كښې لا پرمختګ وشي او معاشي استحكام به راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د ټېلي نار ګروپ صدر او سي اي او سګوے برېكي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د خپل پلاوي سره د ګل په و??ځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه و??يره انوشه رحمان او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل هېواد كښې د تهري او فور جي ټېكنالوجۍ معرفي كېدو نه پس د ټېلي كمېونيكېشن په څانګه كښې انقلابي بدلۍ رامخې ته كېږي۔ ټېلي نار د ټېلي كميونيكېشن په څانګه كښې د تح??يقي هلو ځلو ودې لپاره د پاكستان د پوهنتونونو په مرسته تح??يقي مركزونه جوړولې شي ۔ اولس مشر ووئيل اوسني حكومت سرمايه كارو لپاره ګڼ شمېر مراعات معرفي كړې دي كومو څخه چې خارجي سرمايه كار بشپړه ګټه پورته كولې شي۔