اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې په تېل درآمد كونكو هېوادونو كښې په پاكستان كښې د پیټروليم منصوعاتو نرخونه تر ټولو كم دي٬ روانه مياشت هم د اوګرا لخوا د تجويز كړې شوي قيمتونو په مقابله كښې حكومت كم نرخونه زيات كړي٬ پ?? كال 2013 كښې د پیټرول نرخ 110 روپۍ في ليټر وو كوم چې نن 73 روپۍ دې۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وو??يل د پیټروليم مصنوعاتو نرخ هره مياشت متعين كېږي۔ ده وو??يل تېر يو كال كښې په نړيواله منډۍ كښې د تېل د نرخ بوج مو په اولس اچولې ??ه دې او په ټوله منطقه كښې د پیټروليم مصنوعاتو تر ټولو كم قيمت په پاكستان كښې دې۔پھ انټرنېټ د دې تفصيلات كتلې شي۔ده وو??يل تېل درآمد كونكو هېوادونو كښې د پیټروليم مصنوعاتو تر ټولو كم قيمت په پاكستان كښې دې۔ده وو??يل د 51 ډالر څخه كروډ آئل 58 ډالر ته رسېدلې دي۔اوګرا چې كومه اضافه تجويز كړی وه د هغې په مقابله كښې مونږ كمه وكړه۔د كيروسين آئل په ن??خ كښې 19 روپۍ د ليټر په سر د اضافې تجويز وو مونږ څلور روپۍ اضاه وكړه۔په مئي 2013 كښې قيمت 110 روپۍ وو ولې ??ن دا قيمت ډېر كم دې۔د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وو??يل د پیټروليم زمونږ نرخونه د نړيوالې ??چې قيمتونو سره تړلې دي۔حكومت په قيمتونو كښې كمي كولو سره اولس ته ډېره آساني وركړې۔د صلاح الدين د پوښتنې په ځواب شېخ آفتاب وو??يل د پیټروليم مصنوعاتو په ن??خونو كښې زياتوالې سره د ضروري څيزونو په ن??خ كښې زياتوالې ??ېږي۔ده وو??يل اوسني حكومت اولس ته زيات نه زيات رېليف وركول غواړي۔د 2013 په مقابله كښې د برېښنا نرخونه كم شوي دي۔