کراچۍ 12 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وف??قی وزیر احسن اقبال د س??دھ مدرسه بورډ (اېس اې?? بی) فاطمه جناح هائی اسکول دورہ وكړه۔ په دې مهال د زده كونكو سره په خپلو خبرو اترو كښې ده ووئيل د تعلیم ترلاسه كولو نه غير پرمختګ ممکن نه دې كومو قامونو چې تعلیم ترلاسه كړې هغوي پرمختګ كړ??۔ ده ووئيل جدید دور كښې به ميرمنو له د سړو سره اوږه په اوږه كار كول وي۔ ده ووئيل زمونږ نوې نسل صلاحیت لرونكې او ??وظي دې۔ هغوي ته يواځې د مناسب پلیټ فارم او ??ارښودنې ته اړتيا ده۔ ده د سكول د بيلو برخو دوره وكړه او زده كونكو له په سكول كښې د وركړې شويو اسانيو ستائنه ئې وكړه۔ په دې مهال د هېواد نامتو سندرغاړې شهزاد رائے وف??قی وزیر له بریفنګ وركولو سره ووئيل چې زمونږ غير سرکاری تنظیم “زندګی ټرسټ ” اېس اې?? بی فاطمه جناح هائی اسکول خپل کفالت كښې اخستې او د دې ټول خرڅونه ټرسټ پخپله برداشت كوي۔ده ووئيل دا مهال 2500 څخه زيات زده كونكو له معیاری تعلیم وركړې كېږي۔ ده ووئيل مونږ د كراچۍ نور سرکاری سکولونه هم خپل کفالت كښې د اخستلو ارادہ لرو دغسې چې نوې نسل په ښه ډول لارښودنه وكړې شي