اسلام آباد 08 ستمبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي په اړه د او آئي ??ي مشرانو وړومبۍ غونډه ??ه 10 ستمبر څخه قزاخستان په پايه تخت آستانه كښې پیل كېږي۔ آستانه كښې د پاكستان سفير عبدالسالك خان تيره ورځ اے پي پي ته ووئيل د مشرانو غونډه ?? اسلامي هېوادونو 57 غړو لپاره ښه موقع ده۔ په دې مهال به په نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو نه علاوه د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې د يو بل د تجربو څخه د استفاده كو??و موقع هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان د او آئي ??ي مهمه غړې هېواد دے او اولس مشر ممنون حسېن څوك چې د كومسټك مشر هم دې۔هغه به پھ دې غونډه كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل د جديد سائنس پشان مېډيكل٬انجينئرنګ او په نورو څانګو كښې د پاكستان سائنسمدار ښه كردار لري۔ سفير ووئيل په غونډه كښې د ګډون نه علاوه به د اولس مشر ممنون حسېن د اسلامي هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي